يوه کس په ۱۰۱ مړيو جن. سي تېری کړی دی او ټول یې په

په انګلستان کې د ډيویډ فولر په نامه یوه کس په ۱۰۱ جسد.ونو باندې جن. سي تېر.ی کړی دی.‌ دغه کس د یوه روغتون په مرده خانه کې پرتو مړ. و باندې دا تېر.ی کړی، نوموړي تر دې وړاندې په هم د دوه ښځو سره لومړی کور. والی کړی و او بيا یې دواړې ښځې د ژوند له حق څخه محرومې کړې وې او قت. ل کړې وې.

ډيويډ د ۶۷ کلونو دی او د دا ډول جرمونو ډېره خرابه سابقه لري، تر دې وړاندې یې هم په ډول ډول جرایمو لاس پورې کړی و، خو هرځل چې نیول شوی دی بیا خوشي شوی، او هرځل چې ازاد شوی بيا یې تر پخواني جرم څخه هم لوی جرم کړی دی.

د ياد کس دغه کار خلک سخت په غوسه کړي دي او دا یې بې وجدانۍ او د انسانيت د زوال دوره بللې ده، ډېرو خلکو په ټولنيزو رسنيو کې ددې سړي لپاره د ډېرې سختې سز.ا غوښتنه کړې ده.

د ټولنيزو رسنيو یوه کارونکي دې پېښې ته په غبرګون کې داسې ليکلي و: ژوندي خو هسې له دا ډول ځنا.ورو نه و خلاص اوس نو مړ. ي هم ارامه نلري دا موږ په څه ډول زمانه کې ژوند کوو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *