يوه نرسه او پوليسه د يوه زنداني سره په جن. سي اړيکو نيول شوې دي دوی دواړو -

يوه نرسه او پوليسه د يوه زنداني سره په جن. سي اړيکو نيول شوې دي دوی دواړو

د انګلستان په ګالر سيمه کې څو ورځې وړاندې په زندان کې رامنځته شوې پېښې په رسنیو کې پراخ پوښښ وموند او د څه مودې لپاره ورباندې ګرم بحثونه او نشرات وشول، البته ددې پېښې د مګزين يا مجلې طرف په رسنیو کې ډېر ښکاره شو ځکه چې پېښه په زندان کې د دوه مېرمنو له لوري د یوه زنداني سره اړيکې وې، دغلته په دنده بوخته یوه نرسه او په زندان کې د ګرفتارۍ يوه پوليسه په دې جرم تورنې شوې چې د یوه زنداني سره ډېرې نېږدې اړیکې لري او دا اړیکې ډیرې زیاتې مخته ته تللې دي.

په ټولنيزو رسنيو کې هغه مهال دا خبر ترېنډ شو کله چې معتبرو رسنیو دا پېښه رسنیزه کړه کومه چې د يوه زنداني سره د دوه مېرمنو مینه وه، دا دواړه مېرمنې په یوه زنداني باندې مينې شوې وې او د هغه سره یې نیږدې اړیکې پاللې، دوی دواړو ويلي دي چې په یوه وخت کې په دې زنداني نه دي مينې شوې يا ددوی په خوله دوی دواړو په یوه وخت کې ددې زنداني سره مينه نه ده کړې، لومړۍ مېرمن چې د پولیسه وه د زنداني سره یې پينځه مياشتې وړاندې اړیکه پيل کړې وه او پينځه وروسته چې کله ددې اړیکې ورسره ختمه شوه نو د يوې نرسې اړیکه ورسره پيل شوه.

د محکمې له لوري د خپرو شویو معلوماتو په اساس نرسې چې نوم یې هېبيس دی په لومړي ځل د زنداني د تداوۍ وروسته هغه ته خپل نمبر ورکړی و او وروسته ددوی دواړو ترمنځ خبرې پيل شوې دي، دوی دواړو د څو ورځو خبرو وروسته د يو بل سره مينه پيل کړې ده او په زندان کې یې د يو بل سره اړیکې پاللې دي.

مګر دغه نرسې په محکمه د قاضي په وړاندې ددې هرڅه په هکله بدلې خبرې وکړې، نوموړې وویل چې زنداني دې ته ګواښ کړی و نو ځکه دې ورسره اړیکې ټینګې کړې دي مګر قاضي وايي چې ددوی خبرې ثبت شوې دي او نرسې پخپله د محکوم سره داسې خبرې کولې چې هغه د تهدید يا ګواښ لاندې نه ښکارېده.

قاضي دغه نرسې ته شپږ مياشتې د بند سزا اورولې ده او دا يې د اوس لپاره د خپل مسلک څخه منعه کړې ده، ځکه چې دې د خپل مسلک څخه غلطه استفاده کړې ده، د محکوم نوم له رسنیو سره نه دی شریک شوي او د هغه په هکله د معلوماتو ورکولو څخه ډډه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *