يوه عرب د ۵۳ ښځو سره واده کړی وايي ترټولو لنډه ښځه مې صرف

په نړيوالو رسنيو کې د سعودي عربستان يو وګړی په ټاپ ټرېنډ روان دی، که څه هم سعودی عربستان په دې مشهور دی چې په دې هېواد کې خلک څلور ښځې کوي خو دې کس سم ريکارډ جوړ کړی دی.

هغه چې ابو عبدالله نوم لري په ۴۳ کلونو کې له ۵۴ ښځو سره واده کړی دی. نوموړي په ټینګار سره ويلي دي چې دا خبرې بشپړ حقيقت دی او د همدومره شمېر مېرمنو سره یې واده کړی دی.

دی وايي ترټولو لنډ واده يې ۲۴ ساعته و وايي د يوې مېرمنې سره یې واده وکړ خو ۲۴ وروسته یې د هغه سره لارې بېلې کړې، دی زياتوي چې لومړی واده یې په شل کلنۍ کې کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *