يوه اونۍ هر سهار دغه دوه کارونه وکړی سل سلنه مو حافظه غښتلې کېږي

د حافظې د غښتلي کولو لپاره څو ساده ټکو ته په پام کولو ممکن دي خو دلته مهم ټکی دادی چې دا څو موارد بايد په منظم ډول د څه مودې لپاره په ښه ډول تعقيب شي.

بنسټيزه او لومړۍ خبره داده چې که غواړي يو شی مو ژر هېر نه شي نو پکار ده هغه شی په پوره ډول زده کری، که په يوه شي په واقعي ډول پوه شي نو بيا یې هېرېدل هومره سخت کار نه دی.

دوهم ټکی چې بايد پام ورته وشي هغه ذهن دی، که چېرې يو کس يو شادي ذهن لري مطلب داسې يو ذهن لري چې هره ثانيه په ډول ډول سوچونو کې ډوب وي يو ثانیه یې ذهن په اروپا کې وی، بله ثانیه په یوه ښځه کې وي بله ثانیه ځان تصور کوي چې لوی سړی دی بل ثانیه پدې کې وي فلان څه ډول ذليل او ځان عزيز کړي نو پدې ډول يو ذهن کې چې د افکارو يو باران او طوفان پکې موجود وي د يو شي بيا را په ياد کول ګران کار دی. پکار دا ډول کسان چې کوم کار کوي خپل پام همغه کار ته ورکړي او د سوچونو په دریاب کې ځان ډوب نکړي.

دغه دوه ترټولو واقعي تاثیر کوونکې لارې دي، بدون له هېڅ ډول مصرف څخه که په نظر کې ونيول شي نو سل سلنه‌د حافظې د غښتلي کېدو سبب کېږي که دې دوه اصلونو ته پام ونشي باقي که يو کس هرڅومره ښه خواړه وخوري بل څه کار وکړي نو حافظه به یې په ثابت ډول وده‌ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *