يلد علی: زما مو له دين څخه زړه تور کړ نن اعلان کوم چې

يلدا علي د طلوع ټلویزیون تکړه خبریاله وه چې اوس مهال د هېواد څخه بهر ژوند کوي، هغه چې تر دې وړاندې په ايران کې وه مګر په افغانستان کې د جمهوریت په مهال خپل هېواد ته ستنه شوه او دلته یې ژوند او کار پيل کړ.

تېر کال کله چې په افغانستان کې وروستی بدلون رامنځته شو نو تر ډېره پورې په هېواد کې وه، ډول ډول فشارونه ورباندې وارد شول خو هغه ويل چې تياره نه ده د افغانستان څخه بهر شي.

تر دې چې نور د مخه پټول د ماسک اچول د مېلمه ښځو مخ پټول هم جبري شول وروسته نوموړې وویل چې کېدی شي سبا ته زموږ غږ هم حرام اعلان شي نو ځکه خپل هېواد پرېږدم.

اوس تازه وايي چې په افغانستان کې واکمن که ايمان او دین وي نه زه بې ايمانه او بې دينه يم که دوی نارينه وي نو زه ترټولو نامرده يم که دوی انسان وي زه بېخي انسان نه یم‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *