وېښتان مو زیات تويېږي؟ متخصص ډاکټر وويل په اونۍ کې څو ځل بايد وېښتان ومينځئ

په نورمال ډول يو نارينه يا ښځينه د ورځې د پنځوسو څخه تر سلو وېښتان له لاسه ورکوي دا که د‌‌حمام کولو په مهال وي يا د‌ خپلو وېښتانو د ږمنځ کولو په مهال، که چېرې په دې تعداد کې وېښتان تويېږي بيا نو د تشويش کوم خاص شي شتون نلري مګر که له دې هم زیات ویښتان تويې شي بيا نو د کوم‌ روغتيايي مشکل شتون ممکن دی.

متخصصين وايي چې ځينې کسان د زيات وخت لپاره خپل وېښتان نه مينځي چې دا خپله ددې سبب کېږي چې د سر پوستکی غوړ او ميکروب يا خيری ونيسي او پدې شکل واقعي د وېښتانو تويېدل او مشکل را پيدا شي.

له همدې کبله متخصيصين وايي چې په اونۍ کې دوه ځل خپل د سر ویښتان حداقل ومينځی، که دا کار دری ځله په اونۍ کې وکړی هم ښه دی خو د دوه ځله کم او دريو زيات یې مکوئ. د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي لپاره یو ساده کار دادی چې له قوي شامپو ګانو ډډه وکړی نورمال شامپو استفاده کړی او د خپل سر پوستکی پاک وساتئ..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *