وږمه ایوبي: نوین الحق ډېر خوږ لوبغاړی دی ما شخصاً له هغه څخه ډېر

مشهوره افغان ماډله وږمه ايوبي چې اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه لوبغاړی نوين الحق ستایلی دی.

هغه ويلي دي چې نوین الحق غوندې خلک ډېر کم پيدا کېژي، دا یو لوی زړه غواړي چې د افغانستان په شرايطو کې تر بېګ باش پورې ورسېږې خو کله چې خبره د خپل هېواد شي بيا نو سمدلاسه دې ته تیار شې بېرته یې پریږدې.

نوموړې ويلي دي چې د نوين څخه زه او نور ډېر افغانان بايد زیات څه زده کړو چې په ژوند کې لومړيتوب خپل هېواد، خپل هويت د خپل افغانيت عزت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *