ويډيو يې ډکه کړه بيا یې خپل ژو.ند ختم کړ، سبب یې نړۍ حيرانه کړه

په فرانسه کې اوسېدونکي یوه ايراني خپل ژوند ته د پا.ی ټکی کېښود، دغه کس چې محمد مرادي نومېږي لومړی‌ يو ويډيو ډکه کړه، د ویډیو له خپرولو وروسته یې خپل ژوند ختم کړ.

په دې ويډيو کې محمد مرادي شکايت کوي چې نړيوال ددوی غږ نه اوري، وايي چې د ايران خلک د اوسني حکومت څخه د خلاصون لپاره ټوله هڅه کوي خو بيا هم نړیوال دوی ته توجو نه کوي.

وايي د همدې لپاره چې ددنيا پام را جلب کړم، دنيا متوجه کړم چې ووينئ په ايران کې څه روان دي خپل ژوند ته د پا.ی ټکی ږدم. نوموړی وړاندې وايي چې که څه هم زه په فرانسه کې په يوه مدني هېواد کې ژوند کوم خو کوم څه چې په ايران کې په ايرانيانو باندې تېرېږي په هغه باندې سترګې نشم پټولی.

د نوموړي له مر.ګ وروسته په‌ نړیوالو رسنیو کې دده او ايران په هکله خبرونه مخ په زياتيدو دي، دی په ويډيو کې وايي چې دا قرباني يې په وس کې کېږي کېدی سي چې رسنۍ او دنيا ايران ته توجو وکړي او یوه ورځ ايران د اوسنيو واکمنو څخه خلاص او د يوه مدني ولسواک حکومت څښتن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *