ويرات کولي: له کله نه مې چې انوشکا پيدا کړې ټولې شپې مې

د ویرات کولي او انوشکا شرما د واده پينځه کاله پوره شول، د کرکټ د نړۍ ددې ځلانده ستوري او د فلمي اداکارې انوشکا شرما واده پينځه کاله وړاندې وشو، نوموړي نن د خپل واده د پينځه کلنۍ اړوند یو ټويټ کړی دی او د انوشکا شرما سره یې د ګډ ژوند څخه خپل رضايت څرګند کړی دی.

ويرات کولي ويلي دي چې پینځه کاله کېږي چې خپل ژوند یې د انوشکا شرما سره يو ځای کړی دی. وايي نشم ویلی چې زه څومره خوشبخته يم څومره رحم او کرم په ما شوی دی چې ما په ژوند کې انوشکا شرما پيدا کړې ده.

انوشکا شرما د هندي فلمونو تکړه لوبغاړې وه چې پينځه کاله وړاندې یې د ویرات کولي سره واده وکړ، ويل کېږي چې دوي دواړه په یو بل د زړه څخه مین وم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *