ولې له واده وروسته میرمن ښکلې او مینه ناکه نه ښکاري؟
په حدیث شریف کې ښه او نیکه میرمن د نړۍ ترټولو غوره متاع ګڼل شوې. د ښځو له خوبیو څخه یوه داده چې خاوند ورته وګوري او زړه یې خوشحاله شي. حضرت ام سلمه رضي الله عنها فرمایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، هغه ښځه چې خاوند ترې راضي او خوشحاله وي نو جنت ته به داخلېږي.
د نارینه وو په اړه ویل کېږي چې له واده وروسته له خپلو میرمنو سره ښه سلوک نه کوي او هماغه میرمن چې له وړاندې ورته ډېره ګرانه وي او ښکلې ورته ښکاري له واده وروسته ورته ښه نه ښکاري.
یو شخص له یو تجربه لرونکي عالم څخه وپوښتل چې په پیل کې خپله میرمن ډېره خوښیده او داسې ورته ایسده لکه د ټولې دنیا ښکلا یې چې په میرمن کې وي خو کله چې له واده څو کاله تېر شول نو داسې ورته ښکاره شوه لکه د ټولې نړۍ ښځې چې یې له ښځې ښایسته وي.
عالم یې خبرې په غور سره واورېدې او ورته یې ویل چې له دې څخه هم حیرانوونکې خبره درته نه کوم، سړي ورته وویل چې ولې نه، وکه، نو عالم ورته وویل که ته چېرته د ټولې نړۍ له ټولو ښځو سره واده وکړي بیابه هم درته په په کوڅو کې کوڅه ډب سپي ښه ښکاري.
سړي وخندل او و یې ویل داسې ولې وایې، دینې عالم ورته وویل چې اصل ستونزه ستا په میرمن کې نه ده بلکې ستونزه دلته ده چې کله لالچ وکړي نو نظر یې اخوا دیخوا اوړي، شرم او حیاء ترې ګډه کوي او د قبر له خاورو یې بل څه سترګې نه شي ډکولی، خو که چېرته خپلې سترګې ښکته وساتې نو خپله میرمن به ترټولو ښکلې وي.