ولې د ځینې کسانو زړه د سهار وخت ډوډۍ ته نه کیږي؟

لاندې دلایلو پر اساس ځینې خلک سهار وخت خوراک ته اشتهاء نلري:
ـ د شپې ناوخته خوراک کول
ـ د شپې لخوا د قوي غذا خوړل
ـ د ژور خفګان او تشویش له امله د اشتهاء د مرکز بندیدل
ـ په ښځینه ؤ کې د امیدوارۍ له امله
ـ سهار وخت په بدن کې د ځینې stress هورمونونو د کچې د زیاتوالي له امله
ـ په بدن کې د میکروبي او التهابي ناروغیو او فکتورونو د شتون له امله
– د ځینو دواګانو د استعمال او کارونۍ له امله

د اوسنیو تازه طبي څېړنو پر بنسټ باید یاده شي چې د سهار خوراک نه کول او هم د هغې پروخت نه جبرانول د ورځې په جریان کې، د ژور خفګان، د مزاج د تغیر، ژر زوړوالي او سرطاني ناروغیو سبب کیدلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *