وفاداره ښځه دغه يو کار تل کوي او دغه يوه لويه خوبي هم پکې تل وي -

وفاداره ښځه دغه يو کار تل کوي او دغه يوه لويه خوبي هم پکې تل وي

نن سبا ډېری ودونه ښه په خوشحالۍ پيل کېږي خو له بده مرغه له پيل لږ څه وروسته ښځه او خاوند هغه خوشخبتي نشي ترلاسه کولي شي چې دوی یې مخکې له واده په هکله سوچ کړی و، جدايي او طلاق تر بل هر وخت زیات شوی دی، ځکه چې اوس مهال په ټولنه کې دداسې يوې ښځې يا نارينه پيدا کول ډېر ګران دي چې سړی ورباندې باور وکړي او دوی په هر ډول شرايطو کې وفادار پاتې شي.

د وفادارې ښځې څو نښې، دوی تل د خپل خاوند سره خبرې کوي هېڅ مسله نه ورڅخه پټوي او څه چې شوی وي يا يې څه پوښتنه ذهن ته ورشي نو مستقيم د خپل خاوند سره دا شريکوي. هېڅکله خپل دوستان ستاسې څخه نه پټوي، د چا سره چې ګوري د چا کره چې ځي او د چا سره چې پالي نو هغوی د خپل خاوند څخه نه پټوي.

د ټولنيزو رسنيو حسابونه يې ستاسې څخه پټ نه‌ دي، وفادارې ښځې داسی شيان نلري چې د خپل مېړه څخه يې پټ کړي له همدې کبله خپل ټليفون د ټولنيزو رسنيو حسابونه هرڅه یې خاوند ته ورکړي وي او هغوی ورته راحت لاسرسی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *