واده کړو نارينه و ته د انارو پینځه ځانګړې ګټې

انار اوه ګرامه فايبر لري، فايبر د قبضیت مخنیوی کوي، همدا راز د معدې او کولمو د روغتیا لپاره ګټه لري، د لويو کولمو د ناروغيو په مخنيوي کې ګټور ثابېتېدلای شي.

په انارو کې په پرېمانه کچه polifenol موجود دي، دا يو ډول غښتلي انتي اوکسيدان دي چې د ګڼو ناروغيو د پيل کېدو سره د رامنځته کېدونکي التهاب مخنیوی کوي.

د انارو په اوبو کې پرېمانه ويټامين سي موجود دي چې د بدن دفاعي سيستم غښتلی کوي، د انارو په یوه ګيلاس اوبو کې د انسان د بدن د اړتیا وړ نيم ويټامين موجود دي( د ورځنۍ اړتيا).

انار د زړه د دوستې مېوې په نامه شهرت لري، انار د زړه د روغتيا لپاره بې سارې ګټې لري، د رګونو د بندېدو مخنيوی کوي، د وينې جريان ښه کوي او د رګونو د شخېدو مخنیوی کوي.

ګڼو څېړنو ثابته کړې ده چې انار د نارینه و جن. سي طاقت لوړوي، څېړنې ښيي هغه نارينه چې په منظم ډول روزانه انار خوري جن. سي مقاومت يې له هغو لوړ وي چې انار نه خوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *