هېڅکله باید په دغه ډول وختونو کې له خپلې ښځې سره جن.سي اړیکه ترسره نه کړئ– ډاکټر عمران
زیاتره خلک وایي چې که ښځې میاشتنۍ ناروغي هم درلودله، (جن + سي) نزدیکت کولای شئ. له بده مرغه ځینې نارینه هم داسې کوي چې د ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال هم له هغې سره (جن + سي) نزدیکت کوي. په دې لیکنه کې همدې باندې غږېږو چې د ښځو میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال باید (جن + سي) نزدیکت وشي او که نه؟ که وشي څه زیانونه به ولري؟ او داسې نور.
یوه خبره یاده لرئ چې (جن + سي) نزدیکت د انسان بدن او روان ته ډېره ګټه رسوي؛ خو د دې مانا دا نه ده چې تاسو دې هر وخت، هر چېرته له هر چا سره، په هر ډول حالت کې (جن + سي) نزدیکت وکړئ. که یو ډاکټر د شکر ناروغ د خوږ څيزونو له خوراک څخه منع کړي او دی بیا هم لګیا وي او خواږه شیان خوري؛ نو دا به د ده بدن ته ګټه ورسوي که زیان؟ معلومه ده چې په داسې وخت کې د خوږو توکو کارونه د هغه د بدن لپاره زهر وي. دغسې د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال (جن + سي) نزدېکت کول هم د بدن لپاره زهر دي. که یو نارینه له خپلې ښځې سره د هغې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال هم (جن + سي) نزدیکت کوي؛ نو پینځه وو غټو زیانونو سره به مخ شي. راځئ په همدې زیانونو شمېره وار وغږېږو.
لومړی دا چې د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د هغوی (جن + سي) غړی په وینو رنګ وي او په دې وخت کې که (جن + سي) نزدیکت وشي؛ نو دلته بې شمېره داسې میکروبونه وي چې ممکن دواړو نفرو ته په زیان تمام شي. حتا دې وخت کې (جن + سي) نزدېکت د سرطان غوندې خطرناکې ناروغۍ زېږوي.
هر کله چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر وخت د ښځو له (جن + سي) غړي د وینې بهېدل پیل شي، دې وخت کې دا لاره ډېره زیاته نازکه او حساسه شي. کله چې بیا نارینه خپل تناسلي غړی د ښځې په دې برخه کې دننه کوي او سلوي؛ نو دننه ځای خو له مخکې هم نازک وي، دې وخت کې ممکن ځینې زخمونه رامنځته شي او میکروبونه د دې زخمونو له لارې بدن ته ننوځي.
یو نارینه باید هېڅکله دومره ظا–لم نه شي چې له ښځې سره د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال هم (جن + سي) نزدیکت وکړي. ځکه چې داسې مهال کې (جن + سي) نزدېکت کول خپله انسان ته او هم یې ښځې ته په زیان دی. په ځانګړي توګه، ښځه په داسې مرضونو اخته کېږي چې ژوند یې ور تباه کوي. باید په داسې وختونو کې ښځو ته ډېر پام وکړئ، ښه خواړه ورته راوړئ او د استراحت لپاره کافي وخت ورکړئ، نه دا چې (جن + سي) نزدیکت ورسره وشي.
دویم زیان ښځې ته دا دی چې کله د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال ورسره نارینه (جن + سي) نزدیکت کوي؛ نو د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د ښځې د (جن + سي) غړي خوله خلاصه وي، وینه ترې هم راروانه وي او دننه ځای یې هم ډېر خوی شوی وي. دې وخت که نارینه خپل تناسلي غړی دننه کړ، ممکن د خوی والي له کبله ورته خوند ورکړي او تناسلي غړی بېخي زیات دننه کړي. له دې سره د ښځې دننه ځای زخمي کېږي او وینې کېږي، څه وینه د میاشتنۍ ناروغۍ وي او څه د زخم. نارینه او ښځه فکر کوي چې ځه دا وینه به د میاشتنۍ ناروغي وي؛ خو خبر نه وي چې ښځه یې بې حده وینه ضایع کړې وي، میکروب لا بالایي ورسره مل وي، بیا نو لګیا وي خپله مېرمن په ډاکټرانو ګرځوي او دواګانې ورته اخلي.
درېیم زیان یې نارینه وو ته هم دی. نارینه ته د (جن + سي) غړي ځینې ناروغۍ هم پيدا کېږي، لکه (Balanitis) او داسې نور. هر کله چې نارینه له ښځې سره د هغې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال (جن + سي) نزدېکت وکړ؛ نو امکان دې ولري چې د نارینه د تناسلي غړي په سر کې چې کوم سوری دی، دې کې وینه او ځینې داسې میکروبونه ننوځي چې په راتلونکي کې ده ته ډېر بد بد مرضونه پيدا کوي. ځینې نارینه وایي چې زه د ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال له هغې سره (جن + سي) نزدېکت کوم؛ خو خپل تناسلي غړي ته پوکڼۍ (کانډم) اچوم. دوی ته باید وویل چې د پوکڼۍ په مرسته خو به ته خپل ځان وژغورې، مګر ښځې ته چې دې دومره زیانونه او ناورغۍ پيدا کېږي، هغه څنګه؟
څلورم دا چې، زیاترو ښځو ته د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال (جن + سي) نزدېکت خوند نه ورکوي. ځکه دوی وایي چې دې وخت کې باید استراحت وشي؛ خو کله چې نارینه تري د (جن + سي) نزدیکت خواهش وکړي، دا مجبوره شي چې (جن + سي) نزدیکت ورسره وکړي، یانې د دې زړه نه و؛ خو په زور مجبوری کړی شوه. دې وخت کې ښځې ته ځینې رواني ستونزې پيدا کېږي. هر هغه کار چې د انسان خوښ نه وي او څوک یي ورباندې په زوره وکړي، ذهن یې نا ارامه کېږي.
پینځم دا چې، فرض کړئ د ښځو د میاشتنۍ ناروغي پر مهال هېڅ ډول زیان نه شته؛ نو من حیث د یو انسان فکر وکړئ، چې دې وخت کې هغې سره (جن + سي) نزدېکت روا دی؟ یو نارینه باید دومره هم بد نه شي چې ښځې ته ارزښت ورنه کړي او درناوی ورته ونه لري. که ښځې سره د هغې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال هم (جن + سي) نزدیکت وشي؛ نو د انسان او د ځناورو توپير بیا په څه کې شو. هغوی هم چې هر وخت او هر حالت کې وغواړي (جن + سي) نزدیکت کوي او انسان هم. لږ باید ګرېوان ته سر ټيټ کړو او فکر وکړو، ښځې ته باید د یوې وسیلې په توګه ونه ګورو چي هر وخت مو زړه وغواړي، استعماله یې کړو او نور یي هېڅ په کیسه کې نه شو. خپل هوس او شهو–ت ته هېڅکله د خپل ځان او د خپلې ښځې پر روغتیا لومړیتوب مه ورکوئ.
ځینې څېړنې وایي چې د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال (جن + سي) خواهش زیاتېږي. داسې ښځو ته هم باید وویل چې د یو څو شېبو خوند لپاره مو مه خپل ژوند خرابوئ او مه مو د مېړه ژوند ته زیان اړوئ. د (جن + سي) خواهش د راپارېدو مانا دا نه ده چې ته دې ارومرو هغه پوره هم کړئ، هغه هم د ناروغي په وخت کې. که یو ناروغ عملیات شي، تر عملیات وروسته د یو څه وخت لپاره ډاکټر ناروغ ته اجازه نه ورکوي چې د خولې له لارې ډوډۍ وخوري. ځکه چې هغه مهال ناروغ ته د خولې له لارې خواړه ورکول، زیان لري. اوس داسي نه ده چې د ناروغ زړه هم خوړو ته نه کېږي. د ناروغ زړه ښه غواړي چې خواړه وخوري؛ خو دا چې زیان ورته رسوي، ځان ترې ساتي. دغسې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال هم ممکن ځینې ښځې (جن + سي) ولږه محسوس کړي؛ خو پکار ده چې ځان ترې وساتي، ځکه دا ورته په زیان ده.
په یوه څېړنه کې دا هم ویل شوي دي چې که له ښځې سره د هغې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال (جن + سي) نزدېکت وشي، د رحم (هغه ځای چې ماشوم پکې پروت وي) یوه ناروغي هم پيدا کوي چې (Endometriosis) نومېږي. په دې ناروغۍ کې د رحم دننه دېوالونو کې سوزش پيدا کېږي. که په وخت سره د دې غمه ونه خوړل شي، امکان دې ولري چې راتلونکي کې دا ناروغي د سرطان په څېر خطرناکه ناروغي پيدا کړي.
لنډه دا چې هر نارینه ته پکار دي چې له ښځو سره د هغوی د میاشتني ناروغۍ پر مهال (جن + سي) نزدېکت ونه کړي، ولوکه ښځې درنه غوښتنه هم وکړه، تاسو باید قناعت ورکړئ او ځان ترې وساتئ. دغه راز، که نارینه وو له خپلې ښځې څخه په داسې حالت کې د (جن + سي) نزدیکت خواهش کاوه؛ نو ښځو ته پکار ده چې ورسره یې ونه مني، ځکه چې له دې سره یې هم خپله او هم د مېړه روغتیا له خطر سره مخامخېږي.