هوښيار مېړه د خپلې ښځې دغه څلور اړتياوې په عاجل ډول پوره کوي

په داسې يوه ټولنه کې چېرته چې ښځې ته د کار کولو حق نه ورکول کېږي او د ښځو کار کول پکې شرم ګڼل کېږي د نارينه مسوليت د خپلې ښځې په وړاندې ډېر زياتېږي پداسې يوه حال کې نارينه هېڅ حق نلري چې په ښځه دا احسان واچوي چې ګواکي دی لګیا د خپلې ښځې اړتیاوې پوره کوي بلکې په داسې حالت کې بايد نارينه په ډېر عاجل ډول د خپلی ښځې اړتياوې حل کړي.

لکه څنګه چې پورته یې ذکر وشو زموږ په ټولنه کې ښځې په ډېرو مسائلو کې ۹۰ سلنه په نارینه تکيه دي، دوی د ډېرو عادي اړتياو لپاره هم مجبوره دي چې د خپل خاوند په واسطه یې ترسره کړي حال دا چې ځينې نارينه بيا په ښځو احسان هم اچوي.

هېڅکله خپله ښځه بل چاته مه محتاج کوی، پخپل کور کې هر وخت که تاسې وی يا نه، يوه اندازه پيسې پرېږدئ ترڅو که مهمه اړتیا پيدا شي نو ستاسې مېرمن یې د ګاونډیانو څخه سوال کولو او پور غوښتلو ته مجبوره نشي، مېرمن زيات مسوليتونه لري نو د ناروغۍ په عادي حالت کې هم هغه زر روغتون ته ورسوی هسې نه ناروغي يې مخته ولاړه شي، د ټولنې د موجودو مړیو او ژوندیو مطابق خپلې مېرمنې ته د هغه جامو او نورو شخصي اړتياوو لپاره چې کېدی شي ځينې يې دوی په خوله نشي ويلی نغدې پيسې ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *