هند کې ناوې هغه مهال د واده مراسم پرېښودل کله یې چې د خواښې ډالۍ ولیده -

هند کې ناوې هغه مهال د واده مراسم پرېښودل کله یې چې د خواښې ډالۍ ولیده

په هند کې یوه عجیبه پیښه شوې ده، په دې هېواد کې يوې ناوې د زوم د کورنۍ د ډالۍ له کبله واده لغوه کړی دی.‌ پېښه د هند په اوتاراکند ايالت کې رامنځته شوې ده چېرته چې د يوې جوړې د واده مراسم ښه په درز کې روان و خو خبره هغه وخت خرابه شوه کله چې ناوې د زوم د کورنۍ ډالۍ وليده.

د انډيا ټوډې د‌ خبر په بنسټ د ناوې هغه جامې خوښې نه شوې چې د واده لپاره د زوم کورنۍ اخیستې وې، د ډېرې غوسې سره ناوې د واده مراسم پرېښودل او ويې ويل چې دا ډول جامې ټآکل د واده لپاره ددې سپکاوی دی.

خو د زوم کورنۍ وايي چې د ناوې جوړه یې د ښه کيفيت لرونکې کمپنۍ څخه اخیستې وه او په جوړه کې کومه خبره نشته خو ناوې بيا ويلي دي چې له دې واده څخه تېره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *