هندۍ نجلۍ؛ لوبه اسټراليا وګټله خو زما زړه راشد خان وګاټه غواړم چې -

هندۍ نجلۍ؛ لوبه اسټراليا وګټله خو زما زړه راشد خان وګاټه غواړم چې

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ټاپ لوبغاړي راشد خان نن د اسټرالیا په وړاندې د افغانستان عزت او حيا وساتله، په داسې حال کې چې د‌ لوبې پيل افغان لوبغاړو په ښه ډول وکړ او د لوبې تر نيمايي پورې ښه روان و خو وروسته یې لوبه خرابه کړه او په ۹ بالونو دری مهم لوبغاړي اوټ شول.

د لوبې فشار په راشد خان پاتې شو خو هغه دا فشار ډېر ښه مدیریت کړ او په لوبه کې یې د نورو منډو سره څلور شپږیزې ووهلې چې ټولې منډې یې ۴۸ شوې. هغه د اسټراليا په وړاندې د افغانستان لوبې ته مانا او جذابيت ور وباښه او صرف په څلورو منډو افغانستان دا لوبه وبايلله.

د راشد خان دې ښه کردار يو ځل بيا هغه د کرکټ د نړۍ د یو ريښتيني اتل په توګه را څرګند کړ، نوموړی د هېواد دننه او بهر مينوالو سخت وستایه، يوې هندۍ نجلۍ د راشد په هکله ليکلي و؛ که څه هم لوبه اسټراليا وګټله خو زموږ زړونه راشد خان وګټل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *