هندي لوبغاړی؛ ميلاد النبي دې ټولو ته مبارک وي غواړم اعتراف وکړم چې -

هندي لوبغاړی؛ ميلاد النبي دې ټولو ته مبارک وي غواړم اعتراف وکړم چې

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لیګ سپېنر هربجن سینګ د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې په مناسبت مبارکي وویله.

هربجن سینګ په ټولنیزه رسنۍ ټوېټر کې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د زېږېدنې په مناسبت یو ټوېټ خپور کړی چې پکې یې لیکلي دي:((زه ټولو ته د میلاد النبي په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم.))

هغه دعا کړې چې الله دې د دې سپېڅلې ورځې په برکت زمونږ په ژوند كې رڼا، هیلې، امن او خوشحالي راولي او د پېغمبر اکرم په تعلیماتو له عمل كولو سره دې مونږ د هماهنګۍ او ټولنیزې خیر ښېګڼې لپاره هدایت رانصیب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *