هغه وخت چې آفتاب علم خارج کې د يوې نجلۍ سره د ناو.ړه اړيکې د جوړلو کوشش وکړ خو -

هغه وخت چې آفتاب علم خارج کې د يوې نجلۍ سره د ناو.ړه اړيکې د جوړلو کوشش وکړ خو

د افغانستان کرکټ بورډ د سختو ټپونو وروسته د اصغر ستانکزي د شر او فساد څخه خلاص شو، مطلق اکثریت افغانانو کلونه انتظار وکړ غوښتنې یې وکړې چې اصغر دې د ټيم څخه سره د کريم جنت څخه ووځي، اصغر څو کاله کېږي کريم جنت په داسې حال کې په ټيم کې ساتلی و چې نه ورباندې کپتان بال کاوه نه بېټېنګ ځکه ټول پوهېدل چې دا واسطې واله دی صرف پيسې‌ اخلي او ځي نور د لوبې سره هېڅ اړه نلري.

خو کريم صادق پرون بيا هېڅ ډول شرم ونکړ د خدای د خلکو د وجدان د هېچا څخه ونه شرمېده او وړانديز یې وکړ چې د کرکټ بورډ رياست دې اصغر ستانکزي ته ورکړل شي کريم صادق ميرويس اشرف يو ناپوه کس وباله حال دا چې ميرويس اشرف د ټاکل کیدو په مهال یې ويلي و چې په هغه کې د مدیریت حاص استعداد موجود دی.

له دې ټولو هخوا یې ميروس اشرف ته ويل چې ددوی بل ميراثي افتاب علم د نړيوال جام لپاره په ټيم کې واخلي کله چې میرویس اشرف دا خبره ونه منله نو کريم صادق پيل وکړ چې ميرويس اشرف په مدیریت نه پوهېږي.

افتاب علم چې د کليوال کرکټ وړ انسان دی په هېڅ ډول ددې لياقت نلري چې نړيوال جام کې لوبېږي، نوموړی بد اخلاقه هم دی او يو ځل یې د لوبو په مهال په یوه بهرني هېواد کې د يوې نجلۍ سره د ناسمو اړيکو تاريخ هم جوړ کړ چې وروسته ورباندې کرکټ بورډ پرده واچوله. دا ډول يو ناچله علم ګل بيا ټيم کې هېڅوک نه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *