هغه هېواد چې ښځو ته نارينه نه پيدا کېږي حکومت ورته د جنډو نارينه جوړوي ځکه -

هغه هېواد چې ښځو ته نارينه نه پيدا کېږي حکومت ورته د جنډو نارينه جوړوي ځکه

په ډېرو هېوادونو کې اوس يا د نارينه و کمی دی يا داسې دي چې نارينه پکې د ښځو نه خوښېږي څوک د روباټانو سره واده کوي څوک پخپلو کې سره واده کوي. ځینې کسان وايي چې نور په عمومي ډول په غربي نړۍ کې اړیکې بې مانا شوی دي او نور ښځې د نارينه و او نارينه د ښځو د صميمت باور نلري.

تازه په بلغاریا کې حکومت د هغو ښځو لپاره چې یوازې دي همداسې يوه چاره سنجولې ده او ددې لپاره چې د شپې ښې ويدې شي نو ددوی لپاره یې د جنډو او تکو څخه ځينې سړي جوړ کړي دی چې له دې وروسته یې د خوب کيفيت ښه شي.

بلغاریا هم يو له هغو هېوادونو څخه ده چې د ښځو شمېر پکې زيات دی او ښځې نشي کولای په اسانۍ ځانته يو نارينه ملګري پيدا کړي له همدې کبله کله کله خو پکې د خاوند پيدا کولو لپاره ځینې غونډې او فیسټیوالونه هم جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *