هغه نارينه چې واده مخکې دغه دوه کارونه کوي د خپلې ښځې څخه هېڅ خوند نشي اخیستلای
ډېری نارينه زياتې هيلې لري چې د واده وروسته به یو ډېر خوشحاله او خوښ ژوند لري خو کله چې واده وکړي څه موده وروسته ګوري چې واده دومره خوږ شی هم نه و لکه ده چې فکر کاوه، نارينه د خپلې ناپوهۍ له کبله ځينې وخت خپله ښځه ملامتوي ځینې وخت بيا ځان ملامتوي ځینې وخت شرايط او عام ژوند ورته بد ښکاري ځکه چې دده خيالونه په واقعيت نه وي بدل شوي.
د واده وړاندې ځینې نارينه له حده ډېره بې لاري کوي ډول ډول فلمونه ګوري ډول ډول انځورونه ګوري بيرون او په مجازي نړۍ کې دواړه کې یې ټوله ورځ بدون له هېڅ فکر څخه سترګې او سوچ په نورو مېرمنو کې وي او دا هغه څه دي چې دده خپل ګډ ژوند بيا بې خونده کوي.
ددې لپاره پکار ده نارينه پردیو مېرمنو ته ونه ګوري، د ژوند واقعيتونه ومني د خيال له دروغجنې نړۍ څخه بهر شي او خپله مېرمن ومني که مېرمن یې يوه ستونزه لري نو همدا ډول به زیاتې خوبۍ هم ولري کله چې د خاوند سترګې له بیرون څخه بندې شي حتماً به د خپل ښځې د ګډ ژوند څخه خوشحاله وي.