هغه نارينه چې ناوخته واده کوي تل ددغو دوه شيانو آرمان کوي

په ځوانۍ کې واده کول د ډېرو کسانو آرمان دی، خو داسې په ځوانه ځوانۍ کې ډېر کم کسان واده کولای شي، ډېر ځوانان د‌ بېلابېلو اقتصادي مشکلاتو له کبله نشي کولای چې ژر واده وکړي.

په ټولنه کې ناسم رواجونه ددې سبب شوي دي چې ځوانان او پېغلې په ځوانۍ کې واده ونکړي او د ځوانۍ هغه لومړنۍ مرحله یې همداسې تېره شي.

په ځوانۍ کې د واده نکول يو لوي زيان دادی چې دوی بيا کله وروسته واده وکړي کله چې ددوی‌ اولاد پيدا کېږي او بيا لويېږي نو ددوی عمر به ډېر تللی وي دوی به زاړه کېدو کې وي چې اولادونه یې ځوانېږی.

دوهم زیان دادی چې د ځوانۍ په لومړۍ مرحله کې د واده له خوږو څخه محروم کېږي د ځوان اوله مرحله د ۱۸ څخه تر ۲۲ کلنۍ پورې ترټولو ځانګړې او د جذبې دوره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *