هغه نارينه چې دا یوه خوبي ولري ښځينه خپل هرڅه ورکوي او رضا کېږي چې
د ښځې او نارينه ترمنځ د اړیکې اساسات د نارينه او نارينه ترمنځ د اړیکې څخه زيات توپير لري د ښځو په دنيا کې تر زيات ځايه پورې د نارينه و د طبعيت خلاف قوانين حکم کوي خو پدې قوانينو د نارينه نه پوهېدل بيا ددوی دواړو ترمنځ اړيکه کمزورې کوي او نشي کولی چې د يو بل سره خوشحاله وخت تېر کړي او يوه متوازنه اړيکه ولري او په سالم ډول یې وپالي.
ښځې پدې مسله کې تر هغه پورې خپله ټوله دنيا د نارينه په وړاندې نه خلاصوي ترڅو چې په یوه نارينه باندې بشپړ باور ونلري دوی ددې لپاره چې په یوه نارينه بشپړ باور وکړئ زيات وخت او ځینې حساسو مسايلو حل کولو ته اړتيا لري.
کله چې يو نارينه ښځې ته دومره محبت او باور وکړي کله چې ښځه پوه شي چې د هر ډول عيب په ليدلو هم بيا نارينه دوی ته د ملامتيا ګوته نه نیسي، نور دوی د خپل خاوند څخه په هېڅ صورت نه وېره لري او نه ورڅخه شرمېږی او خپله ټوله دنيا ددوي په وړاندې پرانیزي.