هغه مڼې چې تراوسه خامې وي د ښځو بدن ته دوه حیرانونکې ګټې لري لومړۍ ګټه يې -

هغه مڼې چې تراوسه خامې وي د ښځو بدن ته دوه حیرانونکې ګټې لري لومړۍ ګټه يې

هسې خو په ټولو مېوو کې خالق تعالی حتماً يوه فایده اېښې ده چې د انسان لپاره پکې يوه ګټه موجوده وي خو ځينې مېوې بیا داسې دي چې پکې زیاتې حساسې فايدې موجودې وي او خوړل يې په منظم او مناسب ددې سبب کېږي چې انسان هغه مطلوبه فائده حتما ترلاسه کړي.

مڼه هم د خداي تعالي له هغه نعمتونو څخه ده چې ګڼ شمېر نعمتونه پکې شتون لري خو په دې نعمتونو ترټولو ټاپ يې بيا اوسپنه راځي په مڼه کې په پرېمانه کچه اوسپنه شتون لري په ځانګړي ډول هغه مڼې تراوسه پورې په بشپړ ډول نه وي پخې شوې د اوسپنې ډېره لوړه کچه لري.

دا ډول مڼې په ځانګړي ډول د حامله مېرمنو لپاره ډېرې زیاتې ګټورې دي ورسره هغه کسان چې د کم خونۍ مشکل لري بايد دا ډول مڼې پرېمانه وخوري ځکه چې په واقعي او طبیعي ډول دا مڼې ددوی مشکل حل کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *