هغه دری ډوله خواړه چې بيا ګرمول او خوړل يې د سرطاني حجرو د رامنځته کېدو سبب کېږي خو ډېر خلک نه پوهېږي

ډېری کورنۍ خصوصاً هغوی چې اقتصادي حالت يې ښه نه‌دی او اقتصادي مشکلات لري يو خوراک دوه ځله خوري يا هم د بل وخت پاتې ډوډۍ بيا تودوي که څه هم دا په ټوله کې يو روغ کار نه دی خو که پام وشي او ځينې هغه خواړه چې ګرمول يې خطرناک دي وپېژندل شي نو تر ډیره انسان ورڅخه استفاده کولی شي.

يو له دغو خوړو هم چغندر دي، که څه هم زيات خلک چغندر نه خوري خو بيا یې هم کوم کسان چې خوري د بيا تودولو څخه یې دې جدي ډډه وکړي ځکه په چغندرو کې نيترات شتون لري او د بيا ګرم کولو په صورت کې دداسې شرايطو د رامنځته کېدو سبب کېږي چې د سرطان ناروغۍ په رامنځته کیدو کې روا لري.

ددې ترڅنګ هګۍ چې په غوړو کې پخې شوې وي بيا ګرمول او بل ځل خوړل همدا زيان لري ورسره غوښې په ځانګړي ډول د چرګ غوښه بيا ګرمول هم د خطرناکو ناروغيو سبب کېږي ځکه چې په بيا ځلې ګرمولو کې یې د پروټينو جوړښت بدلون کوي او ځينې سخت مضر ترکيبات ورڅخه رامنځته کېدی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *