هغه تېروتنې، لاملونه او ناروغۍ چې له کبله یې نارینه شنډېږي (اولاد یې نه پیدا کېږي) – ډاکټر عمران

نن سبا زیاتره خلک له بې اولادۍ څخه ځورېږي. دوی په بېلابېلو ډاکټرانو ګرځي یا خپله ګرځي او یا خپله مېرمن ګرځوي؛ خو بیا یې هم ستونزه نه حلېږي. په دې لیکنه کې په همداسې ناروغیو غږېږو چې له کبله یې نارینه شنډېږي یا په عامه اصطلاح پلار کېدلای نه شي. د دې ناروغیو پر لاملونو، تشخیص او درملنې باندې هم بحث کوو.

مخکې تر دې چې ناروغیو ته راشو، لومړی باید پر هغو اوبو وغږېږو چې د انزال پر مهال د انسان له تناسلي غړي څخه وځي. دې اوبو ته مني یا (Semen) وایي. دا ټینګې اوبه چې د انزال پر وخت له (جن + سي) غړي وځي، له دوو شیانو جوړې وي. یو برخه یې سپرم وي او دا سپرم د (جن + سي) غړي په لاندینۍ برخه کې چې موږ ورته خصۍ یا هګۍ وایو، دلته جوړېږي. د سپرمو ځای خو مو وپېژنده چې خصۍ یا هګۍ دي. دا ټولې اوبه سپرم نه وي او نه دا ټولې اوبه په خصیو کې جوړېږي، بلکې یوازې سپرم په خصیو کې جوړېږي، پاتې نورې کومې سپينې او ټینګې اوبه وي، دا د نس یا ګېډې په لاندینۍ برخه کې په فطري ډول ځینې غدې (glands) شته دي، دا اوبه دلته جوړېږي.

په لنډ ډول ویلی شو چې په ټوله کې دا شیدو ته ورته سپينې او ټینګې اوبه په (Prostat gland) کې جوړېږي او سپرم په خصیو (Testicls) کې جوړېږي. د انزال پر مهال دا دواړه (سپرم او مني) سره یو ځای کېږي او د ټینګو اوبو په شکل له (جن + سي) غړي بهر ته وځي.

ځینې وخت داسې هم کېږي چې په خصیو کې سپرم جوړ نه شي. یعنې د انزال پر وخت سیمین یا اوبه ووځي؛ خو د خصیو د یوه نه یوه مشکل له کبله له دې اوبو سره سپرم يوځای نه شي، دا حالت عادي حالت نه دی، بلکې یوه ناروغي ده چې (Azospermia) ورته وایي. دا هغه ناروغي ده چې انسان انزالېږي، خو په دې انزال کې یو سپرم هم برخه نه اخلي، ځکه چې دې ناروغۍ کې د سپرمو شمېر صفر ته ښکته شوی وي. اوس به متوجې شوي یاست چې ځینې خلک چې اولاد یې نه کېږي، دوی خپله مېرمن په ډاکټرانو ګرځوي، ځکه چې دی په ځان باوري وي چې له ما خو اوبه ځي، نو زه خو روغ یم او ټول مشکل په ښځه کې دی؛ خو داسې نه وي. ځکه چې زیاتره نارینه په دې نه پوهېږي چې د انزال پر مهال یوازې ټینګې اوبه وتل مهمه نه دي، بلکې په دې اوبو کې باید سپرم هم موجود وي. نو اساسي ستونزه په نارینه کې وي او دی لګیا وي خپله مېرمن په ډاکټرانو ګرځوي.

اوس به پر دې وغږېږو چې د کومو لاملونو له کبله دا ناروغي انسان ته راپيدا کېږي چې انزال شي؛ خو د انزال په اوبو کې یي سپرم نه وي. دا ناروغي درې لاملونه لري. لومړي لامل ته یې (Pre-testicular) لامل وایي. په فطري ډول باندې د انسان ماغزو کې ځینې داسې غدې شته دی چې ځینې خاص هورمونونه جوړوي. دا هورمونونه له ماغزو څخه وینې ته داخلېږي او د وینې له لارې خصیو یا هګیو ته ځان رسوي. کله چې خصیو ته راورسېدل، هلته خصیو یا هګیو ته وایي چې سپرم جوړ کړه. که د دې هورمون جوړېدل بند شي یا په شمېر کې یې کمښت راشي؛ نو د انسان خصیو یا هګیو ته سم پيغام نه ور رسېږي چې سپرم جوړ کړي؛ نو د بې اولادۍ یو لامل خو دا شو چې په دغه هورمون کې ستونزه وي. هورمون هګیو ته سم پیغام نه لېږي چې سپرم جوړ کړه. هماغه وي چې سپرم جوړ نه شي او د انزال پر مهال مازې اوبه لاړې شي؛ خو سپرم پکې نه وي او ماشوم له سپرمو څخه جوړېږي؛ نو هماغه وي چې نارینه شنډ پاتې شي.

د دې ناروغیو دویم لامل ته (Testicular) لامل وایي. په دې کې لیدل کېږي چې ماغزو څخه هورمونونه خصیو یا هګیو ته ښه سم پیغام رسوي؛ خو خصیو یا هګیو کې داسې یوه ستونزه موجوده وي چې سپرم جوړ نه کړی شي. یعنې که ته یو چا ته امر وکړې چې فلانی کار راته وکړه؛ خو هغه کې دومره وړتیا نه وي چې وې کړی شي. دا هم دغسې دی، ماغزه خصیو ته پیغام لېږي چې سپرم جوړ کړه، خو په خصیو کې د سپرمو جوړولو ماشین خراب وي. دا هم یو لامل کېدلای شي چې نارینه دې بې اولاده پاتې شي.

د دې ناروغیو درېیم لامل ته (Post-Testicular) لامل وایي. په دې کې له ماغزو څخه خصیو ته پيغام هم سم رارسېږي، په خصیو کې د سپرمو جوړولو ماشین هم سم وي او سپرم جوړ کړي؛ خو هغه لاره یا هغه پایپونه چې له هګیو څخه سپرم پورته کوي او له هغو ټینګو اوبو سره یې یوځای کوي چې د انزال پر وخت د تناسلي غړي له لارې بهر ته ووځي، دې پایپونو کې ستونزه وي. هغه لاره چې له هګیو څخه سپرم پورته خوا ته وړي د (Spermatic cord) په نوم یادېږي. دا لاره کله کله د یوې ناروغۍ له کبله او کله په فطري ډول بنده وي یا دا لاره جوړه شوې وي، خو کمزورې وي. دې وخت کې سپرم جوړېږي؛ خو د سپرمو د انتقال پروسه کې خنډ وي.

راځئ پر دې وغږېږو چې نارینه باید څنګه پوه شي چې د ده په اوبو کې سپرم شته دی او که نه. دا یوه حل لاره لري او هغه دا چې د انزال اوبه مو باید په لابراتوار کې معاینه شي او هلته وکتل شي چې دې اوبو کې سپرم شته دی او که نه. دې معایناتو ته (Complete Semen analysis) وایي. دا معاینات ټول نیم ساعت وخت هم نه نیسي، په دې معایناتو کې د تناسلي غړي د اوبو بشپړه شننه کوي چې څه څه پکې شته او څه پکې نه شته، څومره پکې شته دی او څومره پکې نه شته، څه چې پکې شته دی، د هغوی کیفیت ښه دی که بد؛ دا او دې ته ورته بشپړ تحلیل کوي او بیا تاسو ته پایله وایي.

په دې معایناتو کې معلومېږي چې تاسو د سپرمو د نه جوړېدلو په ناروغۍ، لکه (Azospermia) او داسې نورو باندې اخته یئ او که نه.  امکان دې ولري چې ډاکټر د لا ښه تشخیص لپاره د اوبو د معاینه کولو تر څنګ د وینې ځینې معاینات هم درته ولیکي. یا ممکن د هورمونونو او کروموزوم معایناتو ته هم اړتیا پيدا شي. حتا کله کله د ماغزو یا د بدن ( MRI) معایناتو ته هم اړتیا شي، ممکن ډاکټر الټراساونډ (تلویزیوني معاینات) هم وکړي. دا بیا ناروغ پورې اړه لري چې کوم ناروغ ته باید څه ډول معاینه ولیکل شي.

اوس به پر دې وغږېږو چې د (Azospermia) له ناروغۍ څخه په بدن کې ځینې نورې ګډوډۍ هم رامنځته کېدای شي؟ هو، که د دې ناروغۍ لامل دا وي چې له ماغزو څخه هورمون په سمه توګه خصیو ته نه راځي؛ نو ځینې ستونزې جوړوي. د بېلګې په توګه، د تناسلي غړي نه جیګېدل، د ږیرې، بریت او د سر د وېښتانو وتل، د وزن زیاتېدل، د (جن + سي) خواهش کمېدل، د غړو وده درېدل، ناارامه کېدل او داسې نورې ستونزې انسان ته پيدا کېږي.

راځئ چې د دې ناروغۍ پر درملنه وغږېږو. یوه خبره یاده لرئ، (جن + سي) ناروغۍ وي او که نورې، کله چې د دې ناروغیو تر شا علتونه یا لاملونه زیات وي، د دې ناروغۍ تشخیص او درملنه هم سخته وي. ځکه چې د دې ناروغۍ لامل چې معلوم نه شي، درملنه یې سخته ده. مخکې موږ پر لاملونو وغږېدو، اوس مهمه دا ده چې له دې لاملونو څخه د ناروغۍ اصلي لامل په ګوته کړو او بیا یې درملنه وکړو. د درملنې لپاره ښه ده چې تکړه ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ خو موږ ځینې داسې لارې چارې درته ښیو چې که ستاسو دا مشکل موقتي وي، امکان دې ولري چې له دې لارو څخه حل شي. یا هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته نه دي، هغوی دې لاندې لارښوونو ته ځېر شي او عملي دې کړي چې له دې ناروغۍ څخه مخکې له مخکې وژغورل شي.

که تاسو یو قیمتي موټر واخلئ او هغه موټر ډیزل خوري؛ خو تاسو پکې پټرول واچوئ؛ نو څه فکر کوئ چې موټر به مو خراب نه شي؟ معلومه ده چې خراب به شي، دغسې د انسان بدن هم دی چې که ښه، صحي او مناسب خواړه مو وخوړل، خو کار به وکړي؛ خو که غیر صحي خواړه مو وخوړل، بیا به له خدای بلها ستونزو سره مخ یئ.

لنډه دا چې خوړو ته مو ډېر پام کوئ، هر څيز په خوړلو نه ارزي. ځینې شیان د بدن لپاره زهر وي، پکار ده چې ځان ترې وساتئ او ښه پروټين او ویټامین لرونکي خواړه وخورئ. بله دا چې ورزش ته مو ډېر پام وکړئ او وزن مو کم کړئ. داسې ورزش هم مه کوئ چې له کبله یې ستاسو خصیو ته زیان ورسېږئ. مثلا بایسکیل چلول هم ورزش کې راځي؛ خو خصیو یا هګیو ته زیان لري. دغه راز، موټر سایکل، آس ځغلول او داسې نور چې په خصیو پکې زور او فشار راځي، له داسې کارو ځان وساتئ. سالم ورزش وکړئ او دوامداره یې وکړئ. دوامداره په دې مانا چې اونۍ کې یې باید لږ تر لږه څلور ورځې حتما وکړئ.

بله مهمه خبره دا چې له مصنوعي شعاع یا وړانګو څخه ځان وساتئ. که تاسو داسې کومه ناروغي لرئ چې څو څو ځلې پکې (X-ray) او (CT scan)  ته اړتیا وي، له دې څخه باید ځان وساتئ. ځکه چې دا وړانګې د سپرمو په شمېر کې کمښت راوستلی شي.

بله خبره دا چې که تاسو له (جن + سي) ناروغیو پرته بله کومه داسې ناروغي لرئ چې دومداره دوا پکې خورئ؛ نو یو ځل مو له ډاکتر څخه پوښتنه وکړئ چې دې کې خو به کومه دوا داسې نه وي چې زما د سپرمو شمېر یا کیفیت ته تاوان ورسوي؟ ځکه چې ځینې داسې دواګانې هم شته دی چې یوې ناروغۍ ته ګټه رسوي، خو څنګ کې ځینې نورې ناروغۍ هم پيدا کوي.

د یادونې وړ ده چې ځینې یوناني درمل هم د دې ناروغیو په درملنه کې ګټور ثابتېږي؛ خو په ټوله کې درمل هغه وخت وکاروئ، کله چي مو د ناروغۍ تشخیص وشو او اصلي لامل یې پيدا شو. پخپل سر دوا مه کاروئ او د هر کس و نا کس مشورو ته هم غوږ مه نیسئ. هڅه وکړئ چې د (جن + سي) ناروغیو تکړه متخصص ته ځان وښیئ چې هغه مو معاینه کړي او بیا له تشخیص وروسته درمل درکړي. له دې سره به مو ناروغي ختمه شي او د ګلالي اولاد څښتن به شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *