هر نارینه له خپلې مېرمنې یا معشوقې څخه په زړه کې دا یوه هیله لري؛ خو ورته وايي نه -

هر نارینه له خپلې مېرمنې یا معشوقې څخه په زړه کې دا یوه هیله لري؛ خو ورته وايي نه

۱- هلکان چې له کومې نجلۍ سره مینه لري، پر هغې ډېر پام کوي؛ خو زړه کې یې یوه هیله دا وي چې هغه هم باید پر ده پام وکړي.

۲- هلکان تر نجونو ژر مینېږي؛ خو مینه یې سطحي نه وي. هلکان دومره ژور مینېږي، که خدای مه کړه له هغې نجلۍ جدا شو، ډېر زیات ځورېږي. ممکن ظاهراً نورو ته داسې ونه ښیي چې خپه دی؛ خو زړه یې ډېر زیات دردېږي.

۳- هلکان په ځینو وړو خبرو ډېر فکر کوي او د هر څه تر شا به یو لامل لټوي. مثلاً که یوې نجلۍ کوم هلک ته وخندل، دی چې یوازې شي، ذهن کې یې همدا یوه خبره ګرځي چې دا نجلۍ پر ما مینه شوې ده، ځکه یې راته وخندل. همداسې نور عادي کارونو باندې هم ډېر فکر کوي. نجونې بیا داسې نه وي. دوی دومره ژر نه مینېږي او نه په دومره عادي خبرو سر خوږوي.

۴- هلکان پر نجونو باندې ژر باور کوي. هغه خبرې چې دوی یې خپل د کلونو کلونو نږدې ملګرو څخه پټې ساتي، یوې داسې نجلۍ ته یې کوي چې د اړیکې یې یوه میاشت هم ورسره نه کېږي.

۵- هلکان خپل د ژوند زیات وخت د نجونو پر جلبولو او اغېزمنولو مصرفوي. هره نجلۍ چې وګوري، بس زړه کې یې همدا تېرېږي چې دا به څه ډول له ځان سره ملګرې کړم.

۶- موږ هر یو په دې اند یو چې نجونې زیات دروغ وایي؛ خو دا خبره ناسمه ده. څېړنې ښیي چې هلکان تر نجونو زیات دروغ وایي. داسې هم ویل کېږي چې هلکان تل په دروغو د خپل ځان ستاینه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *