هر نارینه باید د ښځو د بکا.رت د پردې په هکله په دغو پینځو رازونو خبر شي
۱. د بکارت پردې د پرې کېدو لامل يوازې (جن + سي) اړيکې نه دي: په عامو او نالوستو خلکو کې تر ډېره دا عقيده شتون لري چې د بکارت پردې پرې کېدل او له منځه تلل يوازې او يوازې د (جن + سي) اړيکو پر اساس کېدای شي. دا سمه ده چې د (جن + سي) اړيکو وورسته د بکارت پرده له منځه ځي، خو (جن + سي) اړيکې د بکارت پردې يواځنی لامل نه دی. ټوپ وهل، باېسکل، آس چلول، جمنسټيک کول او ځيې نورې ناروغۍ هم لامل کېدای شي ترڅو د بکارت پرده پرې شي.
۲. له (جن + سي) اړيکو پرته د بکارت پردې پرې کېدل نه احساسيږي: کله چې د ټوپ وهلو، آس سورلۍ، باسيکل او جمنسټيک تمرين په کولو سره د بکارت پرده څېرې شي، نو درد او نور حس يې نشي کېداي، خو يوازې وينه تر سترګو کېدای شي. د (جن + سي) اړيکو له امله د بکارت پردې پرې کېدنه بيا په ډېره کمه اندازه سره درد لري او حس يې کيږي.
۳. ممکنه ده په بکارت پرده باندې ګوته وهل او یا تامپون کارولو سره هم دا پرده له منځه لاړه شي. ( تامپون هغه روغتیايي پټه ده چې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال یې مېرمنې د وینې د مخنیوي لپاره خپله تتاسلي اله کې ږدي. دا اله وینه جذبوي او بهر ته یې نه پرېږدي).
۴. د بکارت پردې شلېدل ډېر لږ درد او ځينې وخت وینه لري. ځينې نجونه دا وينه لري او ځينې نه. دا وینه ډېره زیاته او چټکه نه وي. يواځې څو څاڅکي وي. د (جن + سي) اړیکو په ځینې بېلګو کې ممکنه ده هیڅ وینه نه وي او هغه هم په داسې مهال چې (جن + سي) اړیکه په اول ځل ډېره په احتیاط او تدریجي ډول وي.
خو د ځینو نجونو بکارت پردې ډېرې سختې او کلکې وي او ان د لرې کولو لپاره یې ځینې وخت جراحي عملیات ته هم اړتیا پیدا کېږي.
۵. بکارت پرده مختلف ډولونه لري، يوې ته ارتجاعي وايي، بل ډول يي کړه ييزه ده چې لږ په سختۍ له منځه ځي. ځينې نجونه په طبيعي ډول بکارت پرده نه لري.
۶. د بکارت پردې بڼه او رنګ: د بکارت پرده د هلال په څېر (کله چې سپوږمۍ يا مياشت مکمله نه وي یعنې نيمه وي نو دغه شکل ته هلال وايي) بڼه يا شکل او ګلابي وزمه رنګ لري. د بکارت پرده په اسانۍ سره نه لېدل کيږي خو لېدنه يې شونې ده.
۷. په نارمل او روغتيايي ډول سره د بکارت پرده د مهبل يا د ښځې تناسلي آلې لاندې برخه يا سوری پوښوی نه ټول مهبل.
– په لومړي ځل (جن + سي) اړیکه نیول ښځې لپاره آسانه نه ده، ډيرې نجونې داسې وي چې د بکارت پرده يي ډيره ډبله وي، د شدید درد احساس کوي، خونريزي لري او ډيرې يي ان تر روغتون پورې وړل شوي دي، ښه به دا وي چې نارینه له (جن + سي) اړیکې مخکې له خپلې ميرمنې سره دومره مينه وکړي، دومره يي ګرمه او وپاروي چې د لومړنۍ (جن + سي) اړیکې پر مهال د ډير خوند او لذت له امله د ښځې د بکارت درد بیخي هير شي.
د واده په لومړۍ شپه لاندې خبرو ته جدي پام وکړئ!
– کله چې د بکارت پرده وشلیږي او وينه جاري شي په دې وخت کې دې (جن + سي) اړیکه ودرول شي او له ښځې سره د مینې خبرې وشي څو ذهناً دوهم ځل ته آماده شي.
– چې کله دوهم ځل ښه (جن + سي) اړیکه ترسره شوه بیا نو لږ تر لږه ښځې ته له دوو تر دریو ورځو پورې وخت ورکړل شي تر څو د ښځې په (جن + سي) غړي کې پيدا شوی ټپ بیرته جوړ شي.
– د وحشي (جن + سي) اړیکې کوشش او يا تلوار د ميرمنې شوق ختموي او ممکن له خاوند یې نفرت هم پیدا شي.
– تلوار مه کوئ هغه ښځه چې تاسو ته د ناوي په توګه راوړل شوې د ژوند تر پایه ستاسو ده که مو په اوله شپه ورسره انساني چلند وکړ د ژوند تر پایه به خوند اخلئ خو برعکس که مو په اوله شپه وډاره کړه، نو دا ډار به د مېرمن په ذهن کې پاتې شي.