هر نارينه چې د ښځې سره په دغو څلورو شيانو کې ټوکې کړې دي بيا يې ښه ورځ نه ده ليدلې -

هر نارينه چې د ښځې سره په دغو څلورو شيانو کې ټوکې کړې دي بيا يې ښه ورځ نه ده ليدلې

شوخي او ټوکې پخپل ځای بد نه بلکې ښه شی دي، ځکه چې غم او اندېښنه کموي او يو خندا او انرژي را پیدا کوي، ډېر نارينه دا د يوې لارې په شکل کاروي ترڅو د ښځو توجو ځانته جلب کړي چې زیات پکې بريالي کېږي هم. خو د هرې موضوع سره هم ټوکې نه کېږي ځينې داسې مسائل دي چې په هغه کې ټوکې کول د ښځې او خاوند اړیکې ته زيان رسوي او پکار ده چې له دې ډول ټوکو څخه ډډه وشي.

يو ترټولو بې ځايه ټوکه د دوهمې ښځې په هکله ده، ځينې نارينه ډېر وخت د ټوکې په ډول د دوهمې ښځې په هکله بحث کوي چې دا د ښځې د لانديني شعور په برخه کې د ټوکې زیات د یوه شک په شکل ځای نيسي او ورسره دا ډول ټوکې تل په خفګان اوړي او د ښځو لپاره هېڅ جالبې نه وي.

د ښځو د وزن او بدن په هکله ټوکې کول هم پرته له خفګان، جنجال او زړه بدۍ څخه کومه بله پايله نلري، هېڅکله د ښځې په بدن کومه ټوکه مکوی ځکه کېدی شي نارينه دا عادي ټوکه ونيسي خو ښځې فکر کوي چې د ټوکې په شکل یې خاوند ددې د بدن څخه شکايت کړی دی.

د مر. ګ په هکله هم ټوکې کول د ښځو لپاره هېڅ جالبې نه وي او دوی ورباندې خفه کېږي نو ښه به دا وي چې ددې ډول ټوکو سړی ځان لرې وساتي ورسره د ښځې د کورنۍ په غړو ټوکې کول هم د ښځې خفګان سبب کېږي او دا ډول ټوکې د ښځې او خاوند ترمنځ اړيکه نه قوي کوي بلکې لا يې خرابوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *