هره ورځ يو کوچنی پیاز خوړل مو بدن ته دوه خاصې ګټې لري يوه يې

په عموم کې بايد واضح وويل شي چې ګټې ټول سبزیجات او مېوې لري صرف په دې شرط چې په مناسبه اندازه په مناسب وخت کې وخوړل شي خو ځنیې سبزيجات پکې داسې دي چې د هغوی ګټې د انسان د بدن د ډېرو مهمو غړیو لپاره دي او بل دا خاصې سبزۍ او مېوې په کم وخت کې په یوازې ځان د انسان په روغتیا واضح تأثير کوي نو ځکه بايد ورته ډېر اهمیت ورکړل شي.

قدرمنو لوستونکو پياز داسې په زړه پورې ګټې لري چې په هکله یې ډېرو حکيمانو خبرې کړې دي هغوی یې هم ګټې بيان کړې دي او په اوس زمانه کې د طب ډاکتران او طبی څیړونکي هم په ښکاره وايي چې پياز له نورو سبزيجاتو څخه ځآنګړې ګټې لري کومې چې په دې مقدار په نورو موادو کې نه پيدا کېږي.

پياز د سرطان د ناروغۍ په وړاندي مقابله کوي، محترمو څیړنې ښيي کوم کسان چې په منظم ډول پياز خوري د معدې په سرطان د اخته کېدو خطر یې د نورو کسانو څخه ۲۲ سلنه کم دی. څېړنو دا هم ثابته کړې ده چې د پيازو خوړونکي انسانان د کولمو د سرطان څخه هم تر نورو ۱۵ سلنه زیات په امان کې وي.

د پيازو بله ځانګړې ګټه د هغو کسانو لپاره ده چې په ځوانۍ کې یې بې لاري کړي وي او يا یې په لږ وخت کې ډېر زیات کور. والي کړی وي، طبي سرچینې وايي چې د پيازو خوړل ددې سبب کېږي چې د نارينه سپرم يا مني زيات شي ورسره د نارينه و د سپرمو کيفيت هم ښه کېږي او يو نارينه کې دا طاقت او وړتیا زیاتېږي چې خپله مېرمن حامله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *