هره ورځ يو املوک خوړل د انسان د بدن دریو غړیو ته سخته ګټه لري لومړۍ ګټه یې -

هره ورځ يو املوک خوړل د انسان د بدن دریو غړیو ته سخته ګټه لري لومړۍ ګټه یې

املوک د مني د موسم مېوه ده او د ژمي تر لومړۍ مياشتې پورې د مېوې په بازارونو کې موندل کېږي، کله چې خامه وي نو رنګ یې ژېړ وي او کله چې پخه شي هم یې جوړښت نرم شي او هم یې رنګ نارنجي شي، املوک پرېمانه ګټې لري پکې ډېر مهم او اهمیت لرونکی منرالونه او ویټامينونه موندل کېږي د هغو روغتيايي ستونزو سره چې انسانان ورسره روزانه مخ کېږي د مقابلې لپاره ډېر ګټور مواد لري.

په املوکو کې پرېمانه ويټامين سي شتون لري چې د بدن ددفاعي سيستم په غښتلي کولو کې مرسته کوي او د وينې سپين کرويات زياتوي، يو دانه املوک خوړل د ورځنۍ اړتیا ويټامين سي پوره کوي. د وينې سپين کرويات په بدن کې د ويروسي او ميکروبي ناروغيو په وړاندې مقابله کوي او بدن د ويروسونو او ميکروبونو څخه رامنځته کېدونکو ناروغيو څخه ژغوري.

په دوهم قدم کې املوک د ويټامين اې ښه سرچينه ده کوم چې د سترګو د روغتيا لپاره خورا اړين دي. ويټامين کې د سترګو د کورنېا د طقبې او د مغزو اړيکه قوي کوي او د انسان په ښه ديد او د سترګو په ښه کار کولو کې مرسته کوي. ددې ترڅنګ هغه کسان چې عمر یې زيات وي او یا نورمال د عمر د زیاتېدو سره د ليدلو د قوت د کمزورۍ رامنځته کېدو خطر هم کموي.

او دريمه خبره هم دا چې په املوکو کې ويټامين بي شپږ موجود دي، ددې ويټامين ګټې کولمو او معدې ته ډېرې زیاتې دي، ویټامین بي شپږ پروټين، کاربون هيدرات او غوړ ميده کوي او په بدن کې د انرژي کچه په مناسب اوسط کې ساتي. کوم کسان چې د معدې او کولمو د باد څخه شکايت لري او د قبض څخه په تنګ وي دوی کولي شي چې له املوکو څخه ګټه واخلي په ورځ کې يو دانه املوک خوړل کافي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *