هره ورځ د ليمو اوبه څښل د څلور سترو روغتيايي مشکلاتو مخنیوی کوي، صرف ۱۴ ورځې

د ليمو اوبه يو شفا بخشه اوبه دي، که تاسې داسې کومه ناروغي نلری چې د ليمو خوړل يايې اوبه څښل ورباندې بد ولګېږي نو کولی شی په ورځني ډول په یوه ګیلاس اوبو کې په مناسبه اندازه د‌ ليمو اوبه ورګډې کړی او څو داسې ګټې ترلاسه کړی چې ستاسې د بدن د صحت ستنې قوي کړي.

لومړی مهمه ګټه یې د ځيګر د غوړو د پاکولو يا کمولو په برخه کې ده، د ليمو په اوبو کې داسې ډول ډول مواد شتون لري چې په ۱۴ ورځو کې کولی شي ستاسې د ځيګر مضر غوړ ۵۰ سلنه راټيټ کړي.

دوهمه ګټه یې د وینې د غوړو لپاره ده، په منظم ډول د ليمو اوبه ستاسې سره مرسته کوي چې په وینه کې مو د کولیسټرول کچه راټيټه شي. که چېرې ستاسې د صفرا کيسه او ځيګر په سم ډول کار نکوي د کولېسټرولو کموونکي صفرا نه تولیدوي نو ليمو کولی شي چې د صفرا په کانالونو کې د صفر بهېدل چټک کړي او په دې شکل په وينه کې د کولېسټرول کچه را وغورځوي.

د پښتورګو يا ګردو د ډبرو مخنیوی کوي، په ليمو کې د پام وړ کچه سيترات شتون لري دا سيترات د اوکسلاټو سره وصل کېږي، اوکسلاټ د پښتورګو د ډبرو اصلي سبب دی، کله چې سيترات ورسره يو ځای شي د ډبرو جوړلو قابلیت يې له منځه ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *