هره سهار په خالي معده مستې او خرما وخورئ بدن به مو د څلورو خطرناکو روغتيايي ستونزو څخه په امان کې وي

خرما يو داسې مېوه ده چې پخپل ځان کې ډېر غښتلي غذايي مواد لري او په يوازې ځان باندې هم د انسان بدن ترټولو مهم او حياتي مواد رسوي، کله چې دا بيا خرما او مستې سره يو ځای شي نو ددواړو ګټې بيا واقعاً په بدن دومره پوخ تاثير کوي چې انسان یې پخپل ځان کې څه وخت وروسته محسوسوي او ويني يې، له همدې کبله کله کله بايد انسان خامخا دا دوه ګټور شيان نوش جان کړي‌.

که چېرې مستې او خرما په منظم ډول وخورئ، يانې په مناسبه اندازه یې په ورځ کې يو ځل د يو څه وخت لپاره په پرلپسې ډول وخورئ نو بدن به مو څه حیاتي او خورا خاصې ګټې ترلاسه کړي‌.

لومړی دا چې قوي هډوکي به لری، غاښونه به مو ملک او روغ وي، بدن به مو د عمر په زياتېدو سره هم قوي هډوکي لري او قوت به درسره د عمر تر ډېره لوړه سنه پورې درسره وي. دوهم به د سا تنګۍ له مشکل سره نه مخ کېږی، په وينه کې به مو د اوسپنې کچه لوړه شي او حجرو ته به په ډېر چټکۍ لازم اوکسيجن رسېږي.

دریم به د معدې له ستونزو څخه خلاص وی، معده به مو روغه وي او د معدې د زخم سره به په اسانۍ نه مخ کېږی د معده دېوال به مو روغ وي او څلورم هم دا چې د قبضیت مشکل به مو حل وي ډېر راحت به خپل حاجت رفعه کوی او د کولمو له مشکلاتو به لرې یاست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *