نيلم ګل: د واده څخه مې توبه ده پخواني خاوند مې راڅخه -

نيلم ګل: د واده څخه مې توبه ده پخواني خاوند مې راڅخه

د پښتو فلمونو يو ترټولو جنجالي څېره چې مطلق اکثریت کسان یې پېژني نيلم ګل ده، هغه په فلمونو کې کار کاوه خو دومره مشهوره نه وه، کله یې چې د خاوند سره جنجال شو او دې په فېسبوک کې هغه ويډيو ګانې خپرې کړې چې ښيي خاوند یې دا وهل. ې ده نو وروسته ددوی کورنۍ جنجال په ټولنيزو رسنيو کې ترېنډ شو او نوموړې له همدې لارې هم په ميليونونو خلکو وپېژندله.

اوس یې پخپله تازه مرکه کې د خپل ګډ ژوند په هکله نورې خبرې کړې دي نوموړې ويلي دي چې بيا یې هېڅ نیت نشته دی چې واده وکړي وايي زما نور له واده څخه توبه ده دا په خپلو خبرو کې وړاندې بيا ددې دريځ او تصميم په هکله وضاحت ورکړي.

دا وايي چې د پخواني خاوند څخه یې ښه ورځ ونه ليده نو نور یې بېخي د واده له نوم څخه بد راغلل اوس له همدې خاطره بيا نه غواړي واده وکړي غواړي خپل زوی او لور لوی کړي په هغوی ښی زده کړې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *