نوې څېړنه: ۱۶ اونۍ چهارمغز خوړل بدن ته ۳ حيرانونکې ګټې لري په خاص ډول د انسان

چهارمغز د خالق تعالی يوه ډېره په زړه پورې مېوه ده، د چهارمغزو ګټې او خوبیانې خو به پراخه بیانوو خو ان ددوی فزیکي شکل هم یو ډول خاص دی، دا چې د چهارمغزو جوړښت د انسان د اعصابو د جوړښت او شکل سره ورته والی لري او حقیقت هم دادی چې چهارمغز د انسان اعصابو ته ډېره زياته ګټه لري.

د يوې تازه ترسره شوې څېړنې په بنسټ چهارمغز د انسان لپاره دری مهمې ګټې لري، که چېرې یو انسان ۱۶ هفتې هره ورځ د ۳۰ ګرامو په اندازه چهارمغز وخوري نو دوی به دا دری ډېرې مهمې ګټې ترلاسه کوي.

دا څېړنه وايي کوم کسان چې ۱۶ هفتې هره ورځ ۳۰ ګرامه چهارمغز وخوري د مغزو قابليت به یې لوړه شي د نوي شي په زده کولو او د يوې ستونزې د حل کولو د مغز د چټک غبرګون او حل لارې موندلو وړتيا یې زیاتېږي.

ددې ترڅنګ دې څېړنې د خپلو تجربو په اساس ثابته کړې ده چې چهارمغز خوړل د انسان د خوب کيفيت لوړوي ورسره د سترېس کچه راکموي او د انسان د مغزو د لا زياتو فعالېدو سبب کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *