نوې څېړنه: د ټلیفون زيات کارول د مغزو د سرطان سبب کېږي، د ورځې
د چاپیریال او عامې روغتیا ژورنال په یوه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په انسانانو کې د مغزو سرطان د زیاتوالي اصلي لامل د مبایل زیات استعمال دی.
په دغه ژورنال کې ویل شوي، چې له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۵م پورې یوه څیړنه ترسره شوې چې په تېرو لسو کلونو کې د مغزو سرطان ناروغي دوه چنده زیاته شوې.
په دغه موده کې د مغزو تومور سرطان د زیاتېدو اصلي لامل په ورځني ژوند کې بدلون او د ځیرک مبایل زیات استعمال ښودل شوی دی.
ساینسپوهانو معلومه کړې چې تومور د مغزو په شاته برخه او د غوږونو شاته په پورتنۍ برخه کې موندل شوي، په دغه مطالعه کې ښودل شوي چې د تومور زیاتوالی د مبایل زیات کارولو له امله رامنځته کیږي، چې ورسره د مغزو تومور کې هم زیاتوالی راځي.
د څیړنې سره سم چې په ټولنه کې ورځ تر بلې د مبایل استعمال زیاتیږي همدا ډول د مغزو تومور ورسره هم زیاتیږي.
د مغزو تومور ته په طبي اصطلاح glioblastoma وایي، ددغې تومور لومړنۍ نښې چې سرطان ترې رامنځته کیږي، سر ګرځېدل، په سترګو تیاره راتلل، بې هوښي او دې ته ورته نښې ښودل شوي.
د مبایل اغیز پر مغزو هاغه وخت کیږي کله چې انسان پر مبایل ډېر وخت خبرې کوي، همدا ډول له دې وړاندې په یوه څیړنه کې ویل شوي وو چې د مبایل، کمپیوټر یا لیپټاپ رڼا/شعاوو ته ځیر ځیر کتل د سرطان ګواښ زیاتوي.