نوې څېړنه: د ورځې ۵۰۰ اضافي قدمونه اخيستل د زړه د حملې خطر
د ساینس پوهانو یوه تحقیق معلومه کړه کوم کسان چې روزانه پينځه سوه قدمه یا نيم کيلومتر اضافي پياده روي کوي نو ددوی د زړه د حملې او د فلج خطر راکمېژي.
څېړنه کې موندل شوي دي کوم کسان چې عمر یې د ۷۰ کلونو او یا زیات دی د ورځې په پينځه سوه اضافي قدمونو سره کولی شي د خپل د زړه د حملې خطر ۱۴ سلنه راکم کړي.
ساينس پوهان وايي کوم عام کسان چې د متوسط عمر لرونکي دي د ورځې په ۴۵۰۰ قدم وهلو سره کولی شي د خپل زړه د حملې يا درېدو خطر تر ۷۷ سلنه نورې راکم کړي.