نور احمد تر راشد ښه ولوبېده، د لوبې وروسته راشد خان په نور احمد پسې پوست وکړ او ويې ليکل - Ht

نور احمد تر راشد ښه ولوبېده، د لوبې وروسته راشد خان په نور احمد پسې پوست وکړ او ويې ليکل

پرون د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم تکړه لوبغاړي نور احمد د هند په ستر سوداګريز ليګ آی پي اېل کې په زړه پورې توپ اچونه وکړه‌.

په دې لوبه کې ښاغلي نور دوه لوبغاړي اوټ کړل او خپل ټيم ته یې د بريا مزل ډېر را لنډ کړ، د دوه لوبو په اوټ کولو سره نور احمد باندې ټول ۱۶ منډې جوړې شوې .

د لوبې په پايله کې د ګجرات لوبه بريا ته ورسېده او لکهنو لوبې ماته وخوړه په دې لوبه کې د نور احمد ترڅنګ نور افغان لوبغاړي هم موجود و‌.

د نور احمد سره په ټيم کې يو ځای راشد خان موجود و چې یوه ویکټه یې واخيسته په مقابل ټيم کې نوین الحق موجود و چې هغه هم یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په لوبه کې د په زړه پورې بريا وروسته د افغانستان د کرکټ ځلاند ستوري راشد په خپله د نور احمد له ټوپ اچونې څخه ستاينه وکړه او ویې ویل چې د نور احمد څخه به دی ځانګړې یادونه کوي ځکه چې ډېره ښه لوبه یې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *