نغمه: که غواړی ښځه مو ځوانه پاتې شي نو هېڅکله ورسره
نغمه په ځوانۍ کې نوم لري، ډېر خلک وايي چې کله پيدا شو نو نغمه ځوانه وه سندرې یې ويلې اوس هم ګوري چې نغمه ځوانه ده سندرې وايي، ځوانان او ماشومان زاړه شول خو نغمه همغسې ځوانه ده.
له همدې کبله زیات خلک اړتيا ويني چې د نغمې څخه پوښتنه وکړي چې څه ډول ځوانه پاتې شوې ده، خصوصا ښځې غواړي پوه شي چې څه ډول کولي شي د نغمې په شان ځوانې پاتې شي.
مېرمن نغمې په یوه تلویزوني پروګرام کې په دې هکله وویل چې ځوان پاتې کېدل تر یو ځایه د انسان پخپل لاس کې دي، وايي هغه ښځه چې د خاوند په کور کې خوشحاله وي، ظلم نه ورباندې کېږي لکه زنداني داسې نه وي خاوند یې مینه ورکوي نو مېرمن خامخا ځوانه پاتې کېږي.