نغمه: په شفيق مريد زه نه يم ګرانه، هغه د منګل سره يو ځای زما

نغمې په خپله وروستۍ مرکه کې د شفيق مريد څخه ګيله کړې ده، نوموړې ويلي دي چې شفيق مريد باندې دا نه ده ګرانه، کله چې ددې خبرې په وړاندې خبریالې ورته وويل چې نه ورباندې ګرانه يې، بيا نغمې ځواب ورکړ چې دومره نه يم ورباندې ګرانه څومره چې منګل ورباندې ګران دی.

وايي دی او منګل دواړه د یوه ځای دي د يو بل سره ډېر وخت يو ځاي تېروي شفيق مريد په ډېرو مسايلو کې د منګل مرسته کوي او د هغه سره اوږه په اوږه ولاړ وي. دا زیاتوي چې شفيق مريد ډېر ښه انسان دی د منګل سره په ډېرو برنامو کې همکار وي خو وايي زماسره دومره نېږدې نده لکه د منګل سره.

شفيق مريد د افغانستان يو ټاپ سندرغاړی ده چې د نغمې له لور سره یې واده کړی دی او اوس مهال په امريکا کې ژوند کوي مريد په کابل کې یو د يتيم پالنې مرکز هم لري او په دغه ځاي کې د بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *