نغمه: د پاکستان صدراعظم مډال راکړ خو د افغانستان يوه ولسمشر تراوسه راته صرف
نغمه: د پاکستان صدراعظم مډال راکړ خو د افغانستان يوه ولسمشر تراوسه راته صرف
په دې ورځو کې د نغمې مرکې او په دغه مرکو کې د هغې څرګندونو په رسنيو کې پراخو بحثونو نيوکو او ستاینو ته لاره هواره کړې ده. دې تازه په یوه مرکه کې د نورو مسايلو ترڅنګ د وروستیو بدلونونو په هکله خپل نظر بیان کړ.
دې په خپله تازه مرکه کې چې د توتي ټي وي سره یې کړې ده ويلي دي چې په افغانستان کې ولسمشرانو دا هېڅ نه ده ستايل شوې، وايي په پاکستان کې هم د هغه هېواد ولسمشر جايزه راکړه خو په افغانستان کې يو ولسمشر پيدا نشو چې ماته یوه ساده تقدیر نامه راکړي.
نغمې د هېواد د حالاتو په هکله ويلي دي چې په هېواد کې باید ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړل وايي دا د ښځو اسلامي او انساني حق دی باید پرته بهانو دا حق ومنل شی او بېرته د ټول بشریت په شان افغان میرمنې هم خپل حق ترلاسه کړي.