نغمه: د يوه پاکستاني سره واده کول بد کار نه ګڼم، پاکستانی مېړه
د افغانستان او پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نغمې ويلي دي چې ډېر خلک ورته وايي چې خاوند یې پاکستانی دی خو داسې نه ده وايي زما خاوند پخپله افغان دی د لوګر ولايت دی.
دا وايي چې زه دا بده نه ګڼم چې څوک د پاکستاني سره واده وکړي خو پخپله ما د پاکستاني سره واده نه دی کړی بلکې زما خاوند د افغانستان د لوګر ولايت دی او افغان دی.
په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي و چې ګواکي مېرمن نغمې د یوه پاکستاني سره واده کړی دی ځینې کسانو یې پدې پرېکړه نیوکې کړې وې خو حقيقت اوس نغمې پخپله بيان کړ.