نسیم شا؛ الله دې خیر کړي زما انګليسي دېرش فيصده اوس به زه

د ډېرو آسيايي هېوادونو د کرکټ لوبغاړي په انګليسي ژبه کې مشکل لري ځکه چې انګليسي ددوی مورنۍ ژبه نه ده، دا بيا د ځينو لپاره د نیوکې سامان جوړېږي او ځينې د کرکټ مینوال په لوبغاړو نیوکه کوي چې ولې یې انګليسي نه ده زده، یا ورباندې رشخند وهي.

تازه د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړی نسيم شاه هم د يوې داسې مسلې سره مخ شوی دی. نوموړي تېره ورځ د پاکستان او انګلستان د يوه ورځنيو لوبو د سريز په هکله خبرې کولې نو ورڅخه بهرنیو خبریالانو هم پوښتنې مطرح کړې.

د يوه پوښتنې په ځواب کې چې په انګليسي ژبه شوې وه نسيم شاه د لنډو خبرو وروسته په خندا شو او‌ ويې ويل چې دده انګليسي ۳۰ فيصده ده نوره خلاصه شوه ځواب همدا و.

له دې خبرو وروسته ځينې پاکستاني خبريالانو پوښتنې وکړې چې نوموړي ځواب کړې وروسته چې کله يوه بل بهرني خبريال د پوښتنې تکل وکړ نو نسيم شاه وويل يا الله خير کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *