نجیبه فيض: پښتونخوا د پاکستان ولايت دی، زموږ افغانان ټول
تکړه پښتنې اداکارې او د تلویزوني برنامو مخته وړونکې نجيبه فيض په خپله یوه څرګندونه باندې خپل ځينې افغان مينه وال نا راضه کړي او خفه کړي دي، که څه هم نوموړې په اصل کې د افغانستان سره تعلق لري خو زیات وخت یې پاکستان کې تېر کړی او اوس هم په پاکستان کې کاروبار کوي او هلته ژوند کوي.
دې ته یې ځینې مينوال ځکه غوسه دي چې د یوه سفر/چکر په مهال یې ویلي دي چې د پاکستان پښتونخوا ولايت ته په چکر تللې ده. ځینې افغان مينوال یې پدې خبره غوسه کړي دي چې ولې نجيبه فيض پښتونخوا ته د پاکستان ولايت ویلی دی.
د بل لوري بيا ځینې کسانو په نجيبه فيض باندې دا نیوکې بې ځايه بللې دي او ویلي يې دي چې دا ددې وخت نه دی چې د پښتونخوا په هکله د يوې کلمې په سر جنجال وشي ځکه چې اوس مهال ډېری څه همداسې حساب کېږي همداسې ویل کېږي او نجيبه فيض هم چې په پاکستان کې اوسېږي دا خبره ویل یې طبعي کار دی.
نجیبه فيض پخوا تر ډېره په افغانستان کې اوسیده په لمر او اريانا تلويزيون کې یې دنده درلودله او برنامې زیاتې ليدل کېدې خو په دې وروستیو کلونو کې پاکستان ته ولاړه او هلته یې د ځینې پښتو تلويزيونو سره همکاري پيل کړه.