نجیبه فيض: د هرشي څخه ستړې شوې يم نور غواړم چې
مشهورې پښتنې ماډلې او اداکارې نجيبه فيض د خپل شخصي ژوند په هکله څرګندونې کړې دي. دا چې يو ډېر مصروف ژوند لري د یوه پروګرام څخه بل ته روانه وي او ډېر وخت کېږي چې د افغانستان څخه لرې ده د خپلو مصروفیتونو څخه یو څه ستړې شوې ښکاري.
دې ويلي دي کله کله یې زړه کېږي چې د هرڅه څخه لرې شي د هرشي څخه يو ډول ستړې شوې ده، وايي انسان ځينې وختونو يوې دمې ته اړتيا لري. د هرشي څخه یوه دمه یو تازه نفس اخيستل ښه دي.
نجيبه فيض پخوا افغانستان کې په ډېرو تلویزوني پروګرامونو مصروفه وه خو د وروستي بدلون بعد بيا افغانستان ته نه ده تللې، هغه په طلوع او اريانا تلويزيون کې په زړه پورې پروګرامونه پرمخ وړل چې زيات ليدونکي یې درلودل.