نجيب ځدراڼ: آی پي اېل کې زما کار شوی و خو راشد خان راله

آی پي اېل د کرکټ ترټولو ستر تجارتي ليک دی، د یوه لوري د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه لوبغاړي غواړي پدې ليګ کې ددې لپاره برخه واخلي چې دوی ته ډېرې ښې پيسې ورکول کېږي د بل لوري بيا ښه شهرت او ښه تجربه پکې ترلاسه کېدی شي.

د افغانستان له ټیم څخه تراوسه د پام وړ لوبغاړو په دې تجارتی لیګ کې برخه اخيستې ده، راشد خان يو له هغه لوبغاړو څخه دی چې تقريباً هر کال په دې ليګ کې په ډېر لوړ قیمت باندې اخیستل کېږي.

د راشد خان ترڅنګ نور افغان لوبغاړی هم په دغه ليګ کې لوبېدلي دي، نبي او مجيب هم پکې لوی نومونه لري سږ کال پکې پخوانی کپتان اصغر افغان هم لوبېږي خو له دې جملې چې د چا ارمان نه دی پوره شوی هغه نجيب ځدراڼ دی.

نجيب ځدراڼ وايي چې په بېلابېلو سياليو کې ښه لوبېږي تېر ځل ورته د هند د آی پي اېل ځينو تکړو کسانو ورته ویلي هم و چې په لوبډله کې به دی اخيستل کېږي، وايي کارونه مې ۹۰ سلنه مخته تللي و چې راشد خان ته دوی بد خبر ورکړی و چې نجيب نه دی اخيستل شوی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *