نجيب الله ځدراڼ ته ډېر بد خبر راغی؛ په رسمي ډول اخراج شو -

نجيب الله ځدراڼ ته ډېر بد خبر راغی؛ په رسمي ډول اخراج شو

نجیب ځدراڼ د افغانستان يو ټاپ لوبغاړی دی او د ګوتو په شمار په هغو کسانو کې دی چې تخنيکي لوبه کولي شي په عموم‌ کې د لوبې په نيمايي کې راځي او لوبه د فشار څخه بچ کوي خو په دې وروستيو کې یې بيا پخپل پلان کې ناکام شوی دی او ښی لوبې یې نه دي کړې.

اوس تازه بيا نوموړی د ابوظهبۍ د لس اوریز ليګ څخه هم لرې شوی دی او په ځای یې د ویسټ انډیز لوبغاړی رحکيم کورنوال اخيستل شوی دی. دا لس اوریز ليګ دولس ورځې دوام کوي.

دغه ليګ د نومبر په ۲۳ نېټه پيلېږي او د ډېسېمبر په څلورمه ورځ پای ته رسېږي، په دې ليګ کې اته ټيمونه لوبېږي او ټول به پکې ۳۳ لوبې ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *