نجيبه فيض: تښتېدلي غواړي ددوی د ناکامۍ قيمت راشد خان ادا کړي او يا دا چې
د استراليا له لوري د افغانستان د کرکټ د ټيم سره د لوبې نه کولو د پرېکړې څخه د امرالله صالح ملاتړ ته غبرګونونه دوام لري، د امرالله صالح په شمول ځينې د شمالي ټلوالې مربوطه کسانو د اسټراليا د ټيم هغه پرېکړه ستايلې ده چې وايي د افغانستان سره به خپلې دری يو ورځنۍ لوبې نه ترسره کوي.
د دغې طايفې غيرې افغاني دريځ ته تکړه اداکارې او د تلويزيوني برنامو ستورې نجيبه فيض هم غبرګون ښودلی دی، نوموړې په یوه ټویټ کې ویلي دي چې کوم کسان چې د افغانستان څخه وتښتول ددوی مفسد مدیریت افغانستان فلج کړ هغوی دې د افغان اتلانو په وطني مينه او دوستۍ باندې څرګندونې نکوي.
نجيبه فيض ويلي د افغانستان د ټیم د ډېرو لوبغاړو کورونه او کورنۍ اوس هم په افغانستان کې دي، د افغان ټيم لوبغاړي اوس هم د خپل وطن لپاره لوبه کوي خو هغه کسان چې د هېواد څخه وتښتول اوس غواړي د خپلو ناکامیو حساب د کرکټ په ټيم وکړي.