نبیل: امرالله صالح پخپله راته ويل چې اشرف غني يو بې ريښې انسان دی زه خو صرف -

نبیل: امرالله صالح پخپله راته ويل چې اشرف غني يو بې ريښې انسان دی زه خو صرف

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل د پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح اړوند مهمې څرګندونې کړې دي.

هغه دا خبرې د يوه پخواني ليک څخه کړې دي دي چې څو کاله وړاندې یې امرالله صالح ته لېږلی و او په دې ليک کې يې د هغه څخه څو مهمې غوښتنې کړې وې.

نبيل وايي چې امرالله صالح پخپله ويل چې اشرف غني يو بې ريښې انسان دی چې ددې وطن او خلکو سره واقعي اړيکه نلري په بې ساري ډول مفسد دی‌ او افغانستان ته يو فيصد ژمنتیا هم نلري.

نبيل زياتوي چې امرالله صالح پدې هرڅه پوهېده خو ما بيا ورڅخه پوښتنه وکړه چې پدې هرڅه پوهېږې بيا ولې د هغه په خوا کې ودرې اشرف غني دا هېواد په لوی لاس لومړی سياسي بحران بيا پسې سقوط ته بيايي وايي صالح ماته هیڅ ځواب رانکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *