نبي ټيم ملامت کړ او استعفا یې اعلان کړه وايي زما خبره

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي استعفا اعلان کړه، هغه په ټيم کې د موجود حالت په هکله معلومات ورکړي او په دې هکله يې خپل نارضايتي بيان کړې ده او د ټيم مسلسلې ناکامۍ علت یې بیان کړی دی.

نوموړي د خپلې رسمي فېسبوک پاڼې څخه په خپاره شوي بيان کې ليکلي دي چې د یوه کال راهيسې دی هڅه کوي چې ټيم نړیوالو لوبو ته تیار کړي خو په کوم څه چې ده ټينګار درلود هغه ونشول.

نوموړی وايي چې دی د ټيم له کپتانۍ څخه استعفا کوي او په ټيم کې د یوه عادي لوبغاړي په شکل خپلې دندې ته دوام ورکوي، نوموړي د اسټراليا په وړاندې د ماتې په هکله د خپلو خلکو څخه بخښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دی هم ډېر زیات خفه دی.

د کرکټ د چارو مبصرین وايي چې د نبي استعفا ښه خبره ده خو دا بايد د ټيم څخه استعفا وي نه يوازې د کپتانۍ څخه، ځکه نبي چې په پرلپسې ډول په لوبو کې ناکام شوی دی. مبصرین وايي نبي د پلان او نورو لوبغاړو خبره کوي حال دا چې دی پخپله ناکام دی لوبه نشي کولای او مسؤلیت اوس په نورو اچوي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *